
د امریکا متحده ایالاتو د «اوکلاهوما» ایالت په «ټولسا» ښار کې د وسلهوال برید په پایله کې څلور ملکي کسان وژل شوي دي.
پولیسو ویلي، دا برید پرون، چهارشنبه (غبرګولي ۱۱مه) هغه مهال شوی، چې یوه وسلهوال د «سنټ فرانسیس»روغتون پر ودانۍ ډزې کړې او څلور کسان یې وژلي دي.
د پولیسو په وینا، دغه د ۳۵ – ۴۰ کلونو عمر لرونکی تور پوستی بریدګر له ډزو وروسته خپل ځان پخپله وژلی دی.
د دغه برید اصلي علت تر اوسه نه دی څرګند، خو چارواکو ویلي، چې په دې اړه یې له عیني شاهدانو سره خبرې روانې کړې دي.
دا برید داسې مهال رامنځته کېږي، چې شاوخوا یوه اونۍ وړاندې یوه وسلهوال د «تکساس» ایالت په لومړني ښوونځي کې پر شاګردانو ډزې وکړې او د دوو ښوونکو په ګډون یې ۱۹ ماشومان ووژل.
د رسنیو د معلوماتو له مخې، په روان میلادي کال کې په امریکا کې تر دې دمه د ځانوژنې د پېښو په ګډون ۲۱۲ دا ډول بریدونه شوي، چې له امله یې ۱۸ زره کسان وژل شوي دي.