عکس، د نورستان ځنګلونو یوه څنډه

ځايي سرچینې وايي، په نورستان کې پر ځنګلونو لګېدلی اور لا هم نه دی مړ شوی او د سیمې اوسېدونکي او امنیتي مسوولین یې په کابو کولو کې پاتې راغلي دي.

نورستان کې دا اورلګېدنه له تېرې یوې اونۍ را پدېخوا پیل شوې، چې له امله یې تر اوسه لسګونه جریبه ځنګل سوځېدلې ده.

ځايي سرچینو ویلي، که لګېدلی اور کنترول نه‌شي، لمبې به یې د نورستان «دواب» او د لغمان د «دولت‌شاه» ولسوالیو تر ځنګلونو پورې ورسېږي.

د سرچینو په وینا، تر اوسه د سیمې خلک او امنیتي مسوولین هم نه دي توانېدلي، چې دا اور مړ کړي.

ویل کېږي، لګېدلی اور هره شېبه په سیمه کې د وچې هوا، توند بادونو له امله شېبه په شېبه پراخېږي.

خو د نورستان چارواکو بیا رسنیو ته ویلي، چې د ولس په همکارۍ یې لګېدلی اور څه ناڅه کنترول کړی، خو په وینا یې چې د اور وژنې د وسایلو نشتون یې دا هڅې له ستونزو سره مخ کړې دي.