د ملګرو ملتونو عمومي منشي «انتوني ګوتېرش» ویلي، چې په نړۍ کې باید د غذايي بحران د کمولو لپاره پریکنده اقدام وشي، او ټولو جګړه‌ځپلو ټولنو ته اضافي غذايي مواد برابر شي.

ګوتېرش ویلي، په نړۍ کې یې د خوړو، انرژۍ او مالي برخو کې هم بحرانونه زېږولي دي، چې جنګ‌ځپلې ټولنې نورې هم زیانمنوي.

هغه د خوړو او غذا د تولید او انتقال د بهیر د ثابت ساتلو لپاره د پرېکنده اقدام غوښتنه کړې، چې د مارکېټ د بې‌ثباتۍ د آرامولو لپاره د خوراکي موادو د بیو لوړېدو ستونزه حل شي.

ګوتېرش د اوکراین جګړې ته اشارې ویلي، د اوکراین د خوړو د تولید له ګډون او د نړۍ مارکیټ ته د روسیې له لوري د خوړو او سرو له تولید پرته د غذا بحران  ته کوم اغېزناک حل نشته.

بلخوا د روسیې د بهرنیو چارو وزیر «سرګي لاوروف» ویلي، چې په نړۍ کې د غذا د مخ په زیاتېدونکو بحرانونو حل د لوېدیځ او کیف کار دی.