د ایران او تاجکستان ولسمشرانو په تهران کې سره کتلي او په افغانستان کې یې د یوه ټول‌شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې د ایران ولسمشر «ابراهیم رییسي» په دې کتنه کې ویلي، چې د افغانستان په اړه زموږ ګډ نظر دا دی چې یو ټول‌شموله حکومت باید جوړ شي چې د ټولو ګوندونو، ډلو او توکمونو استازیتوب وکړي.

هغه زیاته کړه، د افغانستان امنیت د ایران او تاجکستان لپاره ځانګړی اهمیت لري او په افغانستان کې یې د ترهګرو شتون د اندېښنې وړ وباله.

ښاغلي رییسي په خپلو خبرو کې ویلي، چې امریکا په افغانستان کې د خپلو شلو کلونو په موده کې له جګړې، وینې تویونې او ورانۍ پرته بل څه نه دي پرېښي.

هغه زیاته کړې، تهران او دوشنبه له ترهګرۍ، نشه‌یي توکو او څېړل‌شویو جرمونو سره د مبارزې په اړه ګډ نظر لري.

په همدې حال کې د تاجکستان ولسمشر «امام علي رحمان» د سیمې او نړۍ اوسنی وضعیت حساس وباله او د امنیت په برخه کې یې د تاجکستان او ایران پر همکارۍ ټینګار وکړ.

هغه زیاته کړه، ایران او تاجکستان د افغانستان د روان وضعیت په اړه ګډې اندېښنې لري.

ښاغلي رحمان دا هم وویل چې د دواړو هېوادونو ګډ دریځ په افغانستان کې د ټولو قومي، ټولنیزو او سیاسي ډلو د استازو په ګډون د یوه جامع حکومت جوړول دي.

هغه دا هم ویلي، چې دوی په دې باور یو چې د ټولو افغانانو د حقونو او آزادیو تامین په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت مهم عامل دی.

د یوه جامع حکومت جوړول د سیمې او نړۍ د هېوادونو لپاره یو له هغو شرطونو څخه دي، چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.