د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ په ترکیه کې د مقاومت د شورا له غړو، افغان مېرمنو، مدني ټولنې او د یو شمېر سیاسي ګوندونو له استازو سره کتلي دي. 

د افغانستان د وحدت ګوند مشر او د مقاومت د شورا غړي محمد محقق د یکشنبې په ورځ (جون ۸ مه) په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې ښاغلي ویسټ د افغانستان د مسئلې په اړه د ګوندونو له استازو سره وکتل.

هغه زیاته کړې، چې په دې کتنه کې یوې ټول‌شموله ادارې ته له رسېدو مخکې د افغانانو د لاسته راوړنو او حقونو په اړه پر خبرو اترو او سیاسي هوکړې تمرکز شوی دی.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت د عالي شورا یو شمېر سیاسي څېرو په دې وروستیو کې په ترکیه کې غونډه وکړه.

د غونډې په پای کې په یوه پریکړه‌لیک کې لیکل شوي، چې طالبان باید نور افغانستان وران نه کړي او د دې مسئلې د حل لپاره باید خبرې اترې وکړي.

سیاسي څېرو ویلي وو، چې هېڅ ډله په زور او فشار نه شي کولی په افغانستان کې دایمي واکمني رامنځته کړي. دوی زیاته کړې چې دوی هڅه کوي چې په افغانستان کې د خبرو له لارې یو ټول‌شموله حکومت جوړ کړي او که دا هڅې بریالۍ نه شي نو په جګړه به لاس پورې کړي.

بلخوا طالبانو په دې وروستیو کې د سیاسي څېرو د راستنېدو لپاره یو کمېسیون جوړ کړی او دا یې ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به لویه جرګه جوړه کړي، خو د افغانستان د ژغورنې ملي مقاومت شورا د طالبانو دا کړنه یوه دسیسه بولي.

دې شورا په یوه بیان کې ویلي، په داسې حال کې چې طالبان ملي او نړیوال مشروعیت نه لري، د افغان ولس او نړیوالې ټولنې د ملاتړ د ترلاسه کولو او د یوه وخت لپاره پر «مظلومو» خلکو د حکومت کولو لپاره «بې رحمه هڅې» پیل کړې دي.