بې‌پولې خبریالانو د طالبانو له سرپرست حکومته غوښتي چې د «صبح کابل» ورځپاڼې د خبریال او عکاس «علي اکبر خیرخواه» برخلیک معلوم  کړي.   

دې نړیوال غیر انتفاعي سازمان ویلي چې دوی د «علي اکبر خیرخواه» د لادرکه‌کېدو په اړه جدي اندېښنه لري او په وینا یې چې د طالبانو حکومت باید د دغه خبریال د موندلو لپاره هڅې وکړي. 

د بې‌پولې خبریالانو ټولنه زیاتوي، چې دوی او د دغه خبریال کورنۍ له حکومتي چارواکو پرله‌پسې پوښتنې کړې، خو په وینا یې چې لا یې هم هېڅ درک نه دی لګېدلی.   

همداراز افغانستان  کې د آزادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) هم د «علي اکبر خیرخواه» پر لا درکه‌کېدو اندېښنه ښوولې او له طالب چارواکو یې غوښتي چې په دې اړه جدي پلټنې وکړي.   

د «صبح کابل» ورځپانې خبریال د تېرې سه‌شنبې پر ورځ د رپوټ چمتو کولو پر مهال لا درکه شوی دی.