تاجکستان کې د افغانستان په اړه د منځنۍ آسیا هېوادونو د امنیت شورا سلاکارانو خپله ناسته پایته رسولې ده.

دا ناسته د تاجکستان په پلازمېنه (دوشنبه) کې جوړه وه، چې د منځنۍ آسیا هېوادونو د امنیت شورا سلاکارانو پکې ګډون درلود.

په دې غونډه کې د افغانستان په امنیت ټینګار شوی او ویل شوي، چې طالبان باید د امنیتي حالت د ټینګښت په خاطر د  ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي.

  د تاجکي رسنیو د معلوماتو له مخې، چې د غونډې په پای کې له طالبانو غوښتل شوي، بشري حقونو ته درناوی وکړي او هېڅ ډلې ته اجازه ور نه کړي، چې د افغانستان له خاورې د سیمې کوم هېواد ته خطر پېښ کړي.  

په غونډه کې د منځنۍ آسیا هېوادونو د امنیت شورا سلاکارانو دا هم ویلي، چې په افغانستان کې امنیت د ټولې نړۍ په ګټه دی او په وینا یې چې د نړۍ هېڅ هېواد د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې اجازه نه لري.

بلخوا د طالبانو سرپرست حکومت هم د دې ناستې هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي.