عکس، ارشیف

د ننګرهار په «سره رود» ولسوالۍ کې طالب ځواکونو د واده پر موټر ډزې کړې او د ناوې په ګډون یې دوه کسان ټپیان کړي دي.  

ځايي سرچینې وايي، دا پېښه د سرپرست حکومت د ځواکونو په یوه چیک‌پاینټ کې رامنځته شوې ده.

سرچینې ویلي، پېښه پرون، پنجشنبه هغه مهال رامنځته شوه، چې د ناوې موټر د طالب ځواکونو له چیک‌پاینټ د تېرېدو په حال کې و.

ویل کېږي، په پېښه ناوې او یو بل کس ټپیان شوي دي.   

د سیمې خلکو هم د پېښې په تایید زیاته کړې، چې ټپیان یې روغتون ته بېول شوي، خو وايي، روغتیايي حالت یې د اندېښې وړ دی.  

بلخوا د سیمې خلکو له سرپرست حکومته غوښتي، چې په چیک‌پاینټونو کې دا ډول پېښې وڅېړي او د مرګ‌ژوبلې مخنیوی وکړي.

وايي، په تېرو ۹ میاشتو کې د کابل په ګډون په ننګرهار کې لسګونه دا ډول پېښې شوې، چې له امله یې بې‌ګناه هېوادوالو ژوند له لاسه ورکړی دی.