عکس، ارشیف

د طالبانو د مالیې وزارت وایي، چې پاکستان ته یې د ډبرو سکرو د صادراتو د زیاتېدو تر څنګ مالیات هم لوړ کړي دي.   

د دغه وزارت ویاند «احمد ولي حقمل» ویلي، چې سوداګرو د کاري زمینې د برابرېدو په خاطر یې دغه هېواد ته د ډبرو سکرو صادرات زیات کړي دي.

د حقمل په وینا، چې د تېرو شپږو میاشتو راپدېخوا یې د دغو صادراتو له لارې ۱۶ میلیون افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.

رویټرز خبري آژانس هم ویلي، چې طالبانو تېره اونۍ پاکستان ته د ډبرو سکرو په صادراتو باندې مالیه له ۲۰ څخه تر ۳۰ سلنه پورې لوړه کړې ده.  

ویل کېږي، د طالبانو سرپرست حکومت غواړي چې له بهرنیو مرستو پرته د افغانستان د کانونو له لارې عواید ډېر کړي.

یو شمېر سرچینو بیا د پاکستاني چارواکو له قوله تایید کړې، چې پاکستان ته هره میاشت د ۵۰۰ زره ټنه د ډبرو سکرو صادرات کېږي.