د پاکستان مخکني صدراعظم «عمران خان» پرون خپل لاریون په دې وینا پای ته رسولی، چې باید په شپږو ورځو کې اسمبلۍ منحل او ټاکنې اعلان شي.

عمران ویلي، حکومت ته یې شپږ ورځې وخت ورکړ، چې اسمبلۍ منحل او په جون میاشت کې ټاکنې اعلان کړي.

خان ګواښ کړی، که دا غوښتنه یې ونه منل شي، د پاکستان ټول وګړي به اسلام‌آباد ته ور ټول کړي.

د پاکستان مخکني لومړي وزیر دا خبرې پرون د پلازمېنې په «جناح ایونیو» سیمه کې د لاریون پر مهال خپلو پلویانو ته کړې دي.

بلخوا د دغه هېواد د اطلاعاتو وزیرې «مریم اورنګزیب» د عمران خان دا لاریون ناکام بللی او ویلي یې دي، چې خان سره یوازې د ګوتو په شمېر کسانو ملګرتیا کوله او دا عملي سیاست نه و.

اورنګزېب له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې له پېښوره روان شوی عمران خان تش لاس او ناکام ستون شوی دی. 

ویل کېږي، بېګا په پلازمېنه، سلام‌آباد کې د لومړي وزیر عمران خان پلویانو تر لاریون وروسته د  ښار په ځینو سیمو کې بېړنی حالت اعلان شو او د دولتي ودانیو امنیت پوځ ته وسپارل شو.