د طالبانو سرپرست حکومت وايي، چې په افغانستان کې د لویې دودیزې جرګې د ور بللو په هدف به یو کمیسېون جوړ شي.

باختر خبري آژانس د کانونو او پیترولیم د سرپرست «مولوي شهاب الدین دلاور» له قوله ویلي، چې د جرګې د دایرولو لپاره کمېسیون جوړېږي، خو د دې جرګې د څرنګوالي په اړه یې ډېر جزییات نه دي ورکړي.

ویل کېږي، چې په دې جرګه کې به ټول افغانان، په تېره بیا بانفوذه څېرې چې د سولې، امنیت او د افغانستان د نظام په ټینګښت او پرمختګ کې اغېزمن وي، ګډون کوي.

بلخوا یو شمېر افغان شنونکو د لویې جرګې دایرول ستایلي، خو زیاتوي چې دا لا روښانه نه ده، چې طالبان په دې جرګه کې څه ډول کسانو ته ګډون اجازه ورکوي. 

د لویې جرګې د رابللو خبرې داسې مهال کېږي، چې سرپرست حکومت له افغان شخصیتونو سره د اړیکو یو کمېسیون هم جوړ کړی او له افغانستانه بهر مشرانو څخه غوښتل شوي چې هېواد ته راشي.

خو دغه کمیسیون دا هم ویلي، چې له هېواده بهر افغان مشران په حکومت کې د ونډې لپاره نه، بلکې د عادي ژوندکولو لپاره افغانستان ته رابولي.