د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی «توماس وست» وايي، چې د افغانستان د ملي روغې جوړې د شورا له پخواني مشر «عبدالله عبدالله» سره یې کتلي دي.  

وست نن، پنجشنبه په یوه ټویټ کې ویلي، چې له عبدالله سره یې دا لیدنه له میاشتو وروسته شوې ده، خو دا یې نه دي ویلي چې دوی دواړو چېرته سره کتلي دي.

هغه زیاته کړې، چې له عبدالله سره یې په افغانستان کې د سیاسي پروسې په ضرورت، د بشري حقونو  په له منځه تلو، په ټولنه کې د مېرمنو په ونډې، او د وروستیو تروریستي بریدونو په اړه خبرې کړې دي.  

توماس وست د طالبانو د دې پرېکړې هرکلی کړی، چې عبدالله عبدالله ته یې د کورنۍ د لیدلو اجازه ورکړې ده.   

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي دا هم ویلي، چې په راتلونکو ورځو کې به له نورو سیاسي مشرانو سره کتنې او بحثونه وکړي.