د اوکراین ولسمشر «ولادیمیر زلنسکي»

د اوکراین ولسمشر «ولادیمیر زلنسکي» یو ځل بیا پر روسیه تور پورې کړی چې ځواکونه یې د جګړې پر مهال د اوکراین په ښارونو کې هر څه له منځه وړي.

زلنسکي پرون ناوخته رسنیو ته ویلي، چې روسي ځواکونو د اوکراین پر ځینو مهمو ښارونو بریدونه سخت کړي او د جګړې پر مهال ټول نظامي قوت کاروي.

د اوکراین ولسمشر د «دنباس» ښار وضعیت د اندېښنې وړ بللی او زیاته کړې یې ده، چې روسي ځواکونو د اوکراین پر ځینو نورو ښارونو هم بریدونه سخت کړي دي.  

بل لور ته د اوکراین د شرقي سیمې لوګانسک والي «سرګي ګایدای» هم ویلي، چې روسيه غواړي د «سورودونتسک» ښار په بشپړ ډول ونیسي او په وینا یې چې په همدې هدف یې په دغه ښار هوايي او راکټي بریدونو ته زور ورکړی. 

هغه پر خپل ټیلیګرام د دغه ښار وضعیت خراب بللی او ویلي یې دي، چې روسي ځواکونه د دغه ښار د بشپړ ورانولو په هڅه کې دي.

خو د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي دا هم ويلي، چې دا جګړه هرڅومره اوږدېږي، په هماغه اندازه به په ټوله آزاده نړۍ کې د آزادۍ ساتلو بیه لوړېږي.