پاکستان کې د مخکني صدراعظم «عمران خان» پلویانو نن د دغه هېواد د پلازمېنې «اسلام‌آباد» پر لور پراخه لاریون پیل کړی.

عمران خان د پاکستان له خلکو غوښتي، چې د لاریون په خاطر له کورونو راووځي.

خان ویلي، دا لاریون نن له پښتونخوا پیل شوی او په وینا یې چې دا به د پاکستان په تاریخ کې تر ټولو پراخ لاریون وي، خو واکمن ګوند بیا دا لاریون د «خونې لاریون» بللی دی.

خان د دغه لاریون د پیل پر مهال په پېښور کې خپلو پلویانو ته ویلي، چې د پاکستان د اوسني سیاسي او اقتصادي بحران د حل لپاره دې ټاکنې وشي او خبرداری یې ورکړی چې د دې ستونزو د حل لپاره بله هېڅ لار نه ویني.

مخکني لومړي وزیر دا ادعا هم کړې، چې پاکستان حکومت یې سلګونه پلویان نیولي دي.

ځینو سرچینو بیا خبر ورکړی، چې عمران خان غواړي دا لاریون د اسلام‌اباد تر «ډي چوک» سیمې پورې وغځوي، چېرته چې د پاکستان پارلمان ودانۍ، د لومړي وزیر دفتر، ولسمشرۍ ماڼۍ او پاکستان سترې محکمې ودانۍ موقعیت لري.

بلخوا حکومت بیا ویلي، عمران خان او پلویانو ته به یې اجازه ور نه کړي، چې د لاریون په حالت کې پلازمېنې ته داخل شي.

ویل کېږي، اسلام‌اباد ته د عمران د نه‌پرېښودو په هدف د پلازمېنې مهمې لویې لارې هم تړل شوې دي.