
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د سوریې په شمال کې د ترکیې احتمالي نظامي فعالیتونه اندېښمنوونکي بللي او انقرې ته یې خبرداری ورکړی چې دا عملیات د ملکي خلکو ژوند له خطر سره مخ کوي.
د دغه وزارت ویاند «نډ پرایس» رسنیو ته ویلي، هیله لري چې د ناټو دا غړی هېواد (ترکیه) د سوریې په شمال کې نظامي فعالیتونه پیل نه کړي او په دې برخه کې د ۲۰۱۹ کال د نومبر په ګډې بیانې عمل وکړي.
پرایس ویلي، چې امریکا د ترکیې په جنوبي سرحد کې شته خطرات درک کوي، خو په وینا یې چې د انقرې عملیات سیمهییز ثبات زیانمنوي او پر ملکي وګړو سربېره د داعش پر وړاندې د ائتلافي کمپاین په برخه کې امریکايي ځواکونه هم له خطر سره مخ کوي.
هغه دا هم ویلي، چې امریکا په سیمه کې د هېڅ تاوتریخوالي ملاتړ نه کوي او هیله لري چې د ترکیې حکومت اوسني اوربند ته ژمن پاتې شي.
بلخوا ملګرو ملتونو هم په سوریه کې د ترکیې احتمالي عملیات ښه نه دي بللي او ویلي یې دي چې اوسمهال د جګړهځپلې سوریې لپاره بشري مرستې او په دې برخه کې سیاسي حل پکار دي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند «ستیفن دوجاریک» په خپلو څرګندونو کې د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ کړی او په دغه هېواد کې یې د ترکیې د نظامي فعالیتونو په اړه منفي تبصره کړې ده.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د ترکیې ولسمشر «رجب طیب اردغان» د سوریې په شمال کې خپلې پولې ته نږدې د ۳۰ کیلو متره امنیتي زون د رامنځتهکېدو په هدف د نویو نظامي عملیاتو د ژر پیلېدو خبر ورکړ.