د پاکستان مخکنی صدراعظم «عمران خان» وايي، چې د پاکستان حکومت پر ضد یې یوه ستر لاریون ته چمتووالی نیولی دی.

خان ویلي، دا لاریون به په روانه اونۍ کې پیل شي، او د پاکستان له خلکو یې غوښتي چې د چهارشنبې پر  ورځ دغه لاریون کې ورسره برخه واخلي.

د عمران خان په وینا، دا لاریون به وروسته په پرلت بدل شي او تر هغو به دوام وکړي، تر څو چې یې غوښتنې نه وي منل شوې.

خان د پاکستان چارواکو ته خبرداری ورکړی، چې د دغه لاریون مخنیوی ونه کړي او په وینا یې چې دوی به تر هغو لاریون کوي، تر څو چې حکومت د شفافو، خو د بهرنۍ لاسوهنې پرته د ټاکنو نېټه نه وي اعلان کړي.

له واکه د عمران خان تر ګوښه‌کېدو وروسته دا څو یم ځل دی چې په دغه هېواد کې ستر لاریونونه کېږي.

خو د عمران سیاسي مخالفین بیا لا هم پر عمران خان تور لګوي، چې حکومت یې ناکام او هغه د پاکستان د ګټو په خاطر په خپلو ژمنو عمل ونه کړ.