
په ارزګان کې د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونیسف ویلي، چې په دغه ولایت کې یې له ځینو ښوونځي او مدرسو سره مرسته کړې ده.
د یونیسف ولایتي مسوول «ډاکتر فواد» رسنیو ته ویلي، چې په دې توکو کې د ټیټې دورې زدهکوونکو لپاره د درسي موادو مرسته شامله ده.
فواد ویلي، په دغو کې ۴۰ د پاکو اوبو رسولو کوچنۍ شبکې، د لاس مینځلو صابونونه، المارۍ، ۱۸۰۰ بوتله میکروب ضد مایع هم شامل دي.
نوموړي زیاته کړې، چې همداراز د یونیسف لخوا په ترینکوټ او یو شمېر ولسوالیو کې شاوخوا ۴۲ نورو ښوونځیو ته د اوبو ذخیرهکولو ۸۴ ټانکۍ هم ورکړل شوي دي.
دوی همداراز ویلي، چې په راتلونکي کې به هم له له تدریسي بهیر سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونیسف وړاندې تر دې هم د افغانسان په بېلابېلو ولایتونو کې له ښوونځیو سره مرستې کړي دي.