د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د بشري وضعیت او په ځانګړې توګه د تړلو دروازو تر شا د ښځو پر وړاندې د طالبانو د بندیزونو د بیاکتنې لپاره ځانګړې غونډه وکړه.

دا غونډه په ملګرو ملتونو کې د ناروې د دایمي استازي په غوښتنه جوړه شوې وه، چې پکې د طالبانو د سرپرست حکومت لخوا پر افغان ښځو د وروستیو محدودیتونو په اړه اندېښنې شریکې شوې.

د ناروې حکومت په افغانستان کې د ښځو او نجونو له حقونو څخه د سرغړونې پر دوام اندېښنه څرګنده کړه او دا یې د افغانستان سولې او ثبات ته ګواښ وباله.

ناروې ټینګار کړی چې طالبان د افغانستان د اقتصادي ستونزو د حل پر ځای د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کوي.

په ناسته کې «ټرین هیمربیک» خبریالانو ته ویلي، چې دوی د نجونو او ښځو د بشري حقونو د پرله پسې سرغړونو په اړه ژوره اندېښنه لري او په وینا یې چې دا د سولې او ثبات لپاره زیان دی.

ټرین هیمیربیک همداراز ټینګار وکړ چې پر افغان ښځو د طالبانو بندیزونه باید د نړیوالې ټولنې له خوا په کلکه وغندل شي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه وروسته له هغه رابلل شوې وه چې د طالبانو د سرپرست حکومت د امربالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت د افغان ښځو د حجاب په اړه فرمان ورکړ.

د حجاب د عملي کولو په اړه د طالبانو وروستي حکم پراخ غبرګونونه پارولي، چې د امریکا، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، د بښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو د څار سازمان په ګډون ځینو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو په دې اړه اندېښنه ښودلې ده.