پاکستاني طالبان وايي، چې د سولې خبرو په هدف یې له آسلام‌آباد سره اوربند غځولی.

 د فرانس‌پرس خبري آژانس د راپور له مخې، چې پاکستاني طالبانو دا اوربند د مې میاشتې تر ۱۶مې غځولی دی.

راپور زیاتوي، پاکستاني طالبانو خپلو جنګیالو ته ویلي، چې تر ټاکل‌شوې نېټې مخکې اوربند مات نه کړي.

له کله چې په افغانستان کې طالبان واک ته رسېدلي، له هغه راهیسې پاکستاني طالبانو د هغه هېواد پر پوځیانو بریدونه ډېر کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلام‌آباد د افغانستان نوي حاکمان څو ځله پاکستاني طالبانو ته پر ځای ورکولو او له TTP سره پر مرستې تورن کړي دي، خو په افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت د اسلام‌آباد دا ادعاوې بې‌بنسټه بللې دي.