ملګرو ملتونو په یوه نوي راپور کې ویلي، چې د افغانستان تر ۲۰ میلیونه زیات خلک له سختې لوږې سره مخ دي.

په راپور کې له سختې لوږې سره د مخامخ افغانانو په اړه اندېښه ښوول شوې او لیکل شوي، چې د دغه هېواد تر نیمايي زیات وګړي خواړه نه لري.

دوی ویلي، چې نږدې ټول افغانان د خوراکي توکو د خوندیتوب په برخه کې ستونزې لري، خو زیاتوي چې وچکالي او د افغانستان اقتصادي سقوط د دې لامل شوی، چې د دغه هېواد تر ۲۰ میلیونه زیات وګړي له سختې لوږې ځورېږي.

د ملګرو ملتونو په دغه تازه راپور کې لیکل شوي، چې د افغانستان لپاره ډېرې بشري مرستې چمتو شوې، خو دوی اندېښمن دي چې که حالت همداسې دوام وکړي، خوراکي توکو ته د اړمنو کسانو شمېر به نور هم لوړ شي. 

دوی همداراز تر ۳۸ سلنه زیات هغه افغانان په نښه کړي، چې اوسمهال بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او د خوړو لپاره هېڅ نه لري. 

ملګرو ملتونو له اقتصادي اړخه د افغانانو د وضعیت دا ډول خرابېدو اصلي لاملونه، وچکالي، د خوراکي توکو د بیو لوړېدل، جګړه او په افغانستان کې د وروستي سیاسي تحول له امله د دغه هېواد د اقتصادي نظام له سقوط سره مخ کېدل بلل شوي دي.