د افغانستان برېښنا شرکت وایي، چې په سالنګ کې یې د برېښنا یوه ویجاړه‌شوې ستن رغولې او د دویمې پر جوړېدو یې هم چټک کار روان کړی دی. 

شرکت ویلي، له دوو ویجاړو‌شویو پایو یې یوه په بشپړه توګه رغولې او د دویمې ستنې پر جوړېدو هم لګیا دي.

شاوخوا دوې اونۍ وړاندې ناپېژاندو کسانو په سالنګ کې د برېښنا دوې ستنې ویجاړې کړې، چې له امله یې د کابل په ګډون  ۱۱ ولایتونه له برېښنا بې‌برخې شول. 

ویل کېږي، چې د دغو پایو پر بیاجوړېدو تر ۱۰۰ زرو ډالرو لګول کېږي.  

دا څو یم ځل دی، چې د برېښنا ستنې د ناپېژاندو کسانو لخوا په بمونو الوځول کېږي او د کابل په ګډون د شاوخوا ولایتونو برېښنا پرې کېږي.