د طالبانو سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت سلاکار «انس حقاني» ویلي، چې د امربالمعروف او نهی عنی المنکر په نامه دې خلک له اسلامه متنفر نه شي او په خبره یې چې په دې چاره کې باید له پوره حوصلې کار واخیستل شي.  

ښاغلي حقاني نن سه‌شنبه د طالبانو د امربالمعروف وزارت لخوا په جوړ شوي سیمینار کې وویل، چې ټول اسلامي احکام باید د اسلام په رڼا کې پلي شي.

د هغه په خبره، چې د اسلامي احکامو له پلي کېدو انکار نشي کېدای، خو زیاتوي چې افغان ولس د نېکو اخلاقو هیله لري، باید چې د خلکو خیال وساتي.

د کورنیو چارو وزارت سلاکار دا هم وویل، چې د دوی قربانۍ ته په کتو باید اسلامي احکام په اخلاقي او داسې توګه تطبیق شي، چې د خلکو د آزار او له اسلامه د کرکې سبب نه‌شي.

دا خبرې داسې مهال کېږي، چې د طالبانو دې وزارت څو ورځې وړاندې په یوه فرمان کې پر افغان ښځو حجاب جبري کړی او ویلي ویل، چې له ضرورت پرته دې له کوره نه وځي.

د طالبانو دې وروستي فرمان زیات شمېر کورني او نړیوال غبرګونه پارولي او ویل شوي چې د طالبانو سرپرست حکومت د اقتصادي بحران د مخنیوي پرځای یوازې پر افغان ښځو او نجونو پرله‌پسې محدودیتونه لګوي.