د پاکستان سفیر «منصور احمد خان» وايي، چې د سېلاب‌ځپلو افغانانو لپاره د پاکستان دویمه مرسته افغانستان ته رسېدلې ده.

خان پر خپله رسمي ټویټرپاڼه لیکلي، په دې مرسته کې خېمې، خوراکي توکي او درمل شامل دي، چې په خبره یې په یوه نظامي الوتکه کې بلخ ولایت ته لېږدول شوي دي.  

د پاکستان سفیر زیاته کړې، دا بشري مرستې د صدراعظم «شهباز شریف» په فرمان د هغو افغانانو لپاره ځانګړې شوې، چې د وروستیو سېلابونو له امله یې زیان لیدلی دی.

همداراز د پاکستان لومړي وزیر «شهباز شریف» هم پر خپله ټویټرپاڼه د دغو مرستو خبر ورکړی او لیکلي یې دي، چې دوی به د افغانانو تر څنګ وي.  

شهباز شریف دا هم ويلي، چې نړیواله ټولنه باید افغانستان په اوسني وضعیت کې هېر نه کړي او په خبره یې چې افغانان اوسمهال زیاتو بشري مرستو ته اړتیا لري. 

د طالبانو سرپرست حکومت د افغانستان په ۱۰ ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له امله د مړو شمېر ۱۰ او د ټپیان تر ۴۰ زیات بللی و، خو د راپورونو له مخې، چې د مرګ‌ژوبلې تر دې شمېرې دوه چنده زیات هېوادوال سېلابونو ځپلي دي.