ذبیح الله مجاهد

اسلامي امارت وایي، د تېر نظام له سیاستوالو سره د خبرو اترو شورا پر طرزالعمل جوړولو لګیا دي، چې له بشپړېدو وروسته به یې کارونه پیل شي. 

د ا.ا.ا ویاند «ذبیح الله مجاهد» رسنیو ته ویلي، حکومت له ځینو افغانانو سره د اړیکې نیولو د شورا پر طرز العمل کار کوي، چې له بشپړېدو سره سم به یې د کار د پیل نېټه اعلان شي. 

ویل کېږي چې دا شورا به د مخکني حکومت له ځینو مطرح سیاستوالو سره اړیکه نیسي او هېواد ته د بېرته راستنېدو په اړه به ورسره خبرې اترې کوي.

طالبان دا خبر داسې مهال ورکوي، چې څه باندې یوه میاشت وړاندې هم د کانونو او پترولیم د سرپرست وزیر «شهاب الدین دلاور» په مشرۍ یوه شورا جوړه شوې وه، چې له هېواده بهر له ځینو افغان سیاستوالو سره هېواد ته د بېرته راستنېدو په خاطر اړیکې ونیسي.

هغې شورا، چې انس حقاني یې هم غړی و، د ځینو پخوانیو چارواکو له تود هرکلي سره مخ شوه او دا ډول پالیسۍ یې د پخلاینې لپاره ګټورې بللې وې.  

بلخوا په دې وروستیو کې د طالب چارواکو او افغان سیاستوالو ترمنځ د لیدلو لړۍ هم پیل شوې، چې یوه له هغو د اختر په ورځو کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر «امیرخان متقي» او د حزب اسلامي مشر «ګلبدین حکمتیار» ناسته وه.