د کندز اوسېدونکي وایي، تېر ژمی د کمو اورښتونو له امله د سیندونو اوبه ټیټې شوې او کروندګر یې سخت اندېښمن کړي.

د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکو رسنیو ته ویلي، چې که حکومتي ادارې د اوبو د مدیریت په برخه کې چټک کار ونه کړي، ښايي روان کال بزګر د اوبو د کمښت له جدي ستونزو سره مخ شي.

د دوی همداراز له حکومته غوښتي، چې د کندز او بغلان د اوبو وېش موضوع ته جدي پام وکړي، ځکه په خبره یې چې که د تخار – بغلان اوبه له دوی سره سمې ووېشل شي، د دوی د اوبو د کمښت ستونزه به تر ډېره حل شي.

د کندز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ريیس هم د اوبو کمښت جدي ستونزه ګڼلې او به خبره یې چې دا موسم د هغه کښت دی، چې زیاتو اوبو ته اړتیا لري، خو اوس دهقانان له دې ستونزې سره لاس و ګریوان دي.

هغه زیاته کړې، سږ کال اوبه ډېرې کمې دي او د اوبو کمښت دهقانان ډېر تاواني کوي.

بلخوا د دغه ولایت د آمو د پنځمې حوزې د سیندونو د عمومي ریاست چارواکو ویلي، چې د دغو سیندونو د اوبو کچه ډېره نه ده کمه شوې، خو زیاتوي چې په عمومي توګه د اوبو د کمښت ستر لامل په نړۍ کې د اقلیم بدلون دی.

د دغه ریاست رییس «انجنییر رفیع الله مجتبي» د اوبو د کموالي بل لوی لامل د ژمي په موسم کې د واورو پرځای د بارانونو د اوبو نه‌کنترول یاد کړی او ویلي یې چې دا اوبه د کنترول پرځای په هماغه وخت کې ډېرې مصرفېږي.