شیرین مزاري

د پاکستان تحریک انصاف ګوند یوه غړې «شیرین مزاري» وايي، مذهب ته د سپکاوي قانون د عمران پر ضد ناسم کارېږي او ګواکې چې دا د مخکني صدراعظم پر وړاندې ستره بې‌انصافي ده.

مزاري ملګرو ملتونو ته یو لیک لیکلی او پکې ویلي یې دي، چې ملګري ملتونه دې په دې موضوع کې ګډون وکړي، ځکه چې دا قانون د مخکني لومړي وزیر «عمران خان» پر ضد ناوړه کارول کېږي.

 شیرین مزاري په دې لیک کې د وروستي سیاسي بحران لاملونو ته د اشارې ترڅنګ د کورنیو چارو پر وزیر «رانا ثناالله» هم توندې نیوکې کړې او په خبره یې چې په حکومتي رسنیو کې د تحریک انصاف غږ اوچتولو ته اجازه نه ورکول کېږي.  

خو «مسلم لیک» ګوند بیا د دغه لیک په غبرګون کې ویلي، چې دا لیک ملګرو ملتونو ته سوال – زارۍ دي، چې د تحریک انصاف مشران وژغوري.

دا لیک وروسته تر هغې لیکل شوې، چې څو ورځې وړاندې د پنجاب په فیصل‌آباد کې یوه مقدمه ثبت شوه، چې پکې د مخکني صدراعظم په ګډون د تحریک انصاف ۱۵۰ غړي مذهب ته په سپکاوي تورن شول او له حکومت څخه یې د نیولو او محاکمې غوښتنه وشوه.