عکس، ارشیف

د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي (سیګار) ویلي، امریکا به هغه هلیکوپټرې اوکراین ته ورکړي، چې د افغانستان د مخکني حکومت لپاره یې اخیستې وې.

سیګار دا هلیکوپټرې د «۱۶ ایم آی – ۱۷» په نامه یادې کړې او زیاته کړې یې ده، چې دا روسي هیلکوپټرې واشنګټن د افغانستان مخکني حکومت ته اخیستې وې، چې اوس به یې اوکراین ته ورکړي. 

بلخوا د امریکا د دفاع وزارت هم د تېرې جنورۍ په میاشت کې کانګرس ته ویلي وو، چې پلان لري هغه پنځه هلیکوپټرې اوکراین ته ورکړي، چې په دغه هېواد کې ترمیم کېږي.

وزارت دا هم ویلي وو، چې له افغانستان د امریکایي پوځیانو د وتلو پر مهال د څه باندې ۷ میلیارده امریکایي ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات افغانستان کې پاتې دي.

د دفاع وزارت د معلوماتو پر بنسټ، ځینې دا تجهیزات د کارېدو نه وو او د ترمیم په حالت کې وو.