عکس، ارشیف

د اسلامي امارت د کرنې وزارت وایي، چې د مرکز په ګډون د پکتیکا په پنځو ولسوالیو کې له ۸۷۰۰۰ بېوزله کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته شوې ده.

دا خوراکي توکي، چې «آې آر ډي» موسسې لخوا چمتو شوي، په تېرو پنځو میاشتو کې په شرنه، خیرکوټ، جاني‌خېلو، یوسف‌خېلو، یحیاخېلو او ارګون ولسوالیو کې پر بېوزلو کورنیو وېشل شوي دي. 

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند «ملا مستعین عمري» رسنیو ته ویلي، چې پر دغو خوراکي توکو سربېره یې د یاد ولایت بزګرو ته کیمیاوي مواد، کرنیز وسایل او د څارویو لپاره خوراکي توکي هم ورکړي.

د ویاند په خبره، چې له بزګرو او بڼوالو سره د دې مرستو ترڅنګ، د کرنیزو محصولاتو او اقتصادي ودې په برخه کې د نورو مرستو ژمنه هم شوې ده.

کرنې او مالدارۍ وزارت دا هم ویلي، دا مرستې په ډېرو ولایتونو کې وېشل شوې او په نږدې راتلونکي کې به دا لړۍ پاتې ولایتونو ته هم وغځېږي.