عکس، ارشیف

د خوړو نړیواله اداره وايي، په ټوله نړۍ کې تر ۱۹۳ میلیونه وګړي د خوړو له شدید کمښت او سختې لوږې سره مخ دي. 

دې ادارې په خپل کلني راپور کې ویلي، چې د افغانستان په ګډون د نړۍ په ۵۳ هېوادونو کې د غربت‌ځپلو کسانو شمېر تر سلګونو میلیونو اوښتی او په خبره یې چې ښايي دا شمېر نور هم زیات شي.

د خوړو نړیوالې ادارې یا FAO زیاته کړې، چې یوازې له پروسږ کال راهیسې د خوړو له کمښت سره د تازه مخ‌شويو کسانو شمېر ۴۰ میلیونو ته رسېدلی، چې ستر لاملونه یې جګړه، وچکالي، د اقلیم بدلون او اقتصادي بحرانونه ښوول شوي دي.

FAO دا هم ویلي، چې د دې برخې په لومړي پړاو کې لږ تر لږه یونیم میلیارد ډالرو ته اړتیا ده، څو له خطرناکو کرنیزو سیمو څخه د خوړو تولیدات پرې زیات او خوندي کړای شي.

په راپور کې د افغانستان نوم هم یاد شوی او لیکل شوي، چې د دغه هېواد تقریباً ټول وګړي کافي خواړه نه لري، خو ۲۳ میلیونه پکې هغه کسان دي، چې اوسمهال له شدیدې لوږې سره مخ دي.