جرمني یو ځل بیا پر روسیې غږ کړی، چې د اوکراین جګړه پایته ورسوي او خپل پوځیان له دغه هېواده وباسي.
د جرمني صدراعظم «اولاف شولتز» ویلي، ولادیمیر پوتین باید په اوکراین د خلکو د بې‌هدفه وژلو لړۍ ودروي او خپل پوځیان دې ژر تر ژره له اوکراین څخه بهر کړي.
شولتز دا خبرې په برلین کې د هند له صداعظم «نریندرا مودي» سره په یوه کنفرانس کې وکړې او د روسیې له ولسمشر «ولادیمیر پوتین» څخه یې په اوکراین کې د روان تاوتریخوالي د درېدو غوښتنه وکړه.
بلخوا د هند صدراعظم هم په اوکراین کې د ډزبندۍ غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، چې دې موضوع د حل یوازینۍ لار خبرې او ډیالوګ دي.
د اوکراین په اړه د اولاف شولتز او نریندرا مودي د دې خبرو پرمهال هم یو راکټ د اوکراین په جنوب کې ولګېد او په «اودیسا» ښار کې یې ځینو خلکو ته مرګ‌ژوبله واړوله.