مخکنی ولسمشر اشرف غني

مخکنی ولسمشر «محمداشرف غني» وایي، افغانستان د تاریخ په خطرناک پړاو کې دی او تر پنځوس سلنه زیات افغانان ناهیلي دي.

غني نن د اختر په مناسبت په یوه غږیز پیغام کې ویلي، چې په اوسنیو سختو شرایطو کې باید ملي اجماع رامنځته او هېوادوال د یو بل منلو ته غاړه کېږدي.

مخکني ولسمشر پرته له دې چې د کومې ډلې نوم واخلي، زیاته کړې، چې د واک پر انحصار ټینګار او په زور سره د افغانانو قانع کول به اوسنی خطرناک حالت تر دې لا خراب کړي او په خبره یې چې د ځانځانۍ له امله پخوا هم ډېر نظامونه نسکور شوي دي.

اشرف غني په دغو تازه څرګندونو کې د افغان نجونو زدکړو ته هم اشاره کړې او په دې برخه کې یې د نورو هېوادونو له تجربو څخه پر درس اخیستلو ټینګار کړی.

مخکني افغان ولسمشر دا هم ویلي، چې که څه هم پر هېواد د ناهیلۍ فضا خپره ده، خو بیا هم پکار ده چې هېوادوال مثبت فکر وکړي او داسې سیاسي حللارې پیدا کړي، چې افغانستان پرې سوکاله او پرمختګ وکړي.