د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، چې حکومت په رسمي ډول نوروز نه‌لمانځي، خو که خلک یې ولمانځي دوی یې مخه نه‌نیسي.

نوموړي له بي‌بي‌سي سره په مرکه کې ویلي، د نوروز لمانځل په اسلام کې نشته، ځکه خو دوی نه‌غواړي دا ډول مراسم ولمانځي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په افغانستان د خپلې لومړۍ واکمنۍ پر مهال د نوروز پر لمانځلو بندیز لګولی و.

د نوروز جشن هر کال په ټول افغانستان کې د خلکو له‌خوا لمانځل کېږي.

په تېرو کلونو کې به د نوروز جشن د سخي صاحب په زیارت کې د جنډې په پورته کولو چې ګڼو دولتي مقاماتو به هم په کې ګډون کاوه پیلېده.

سږکال هم په بلخ ولایت کې د نوي کال مراسمو لمانځلو ته تیاریانې نیول شوي، خو لا هم مالومه نه‌ده چې جنډه به پورته کېږي که نه.