پوره دوه کاله وړاندې د کب په لسمه نېټه په دوحه کې د طالبانو او امریکايانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شو. هغه تړون چې طالبان یې د اشغال پای او ډېری نور یې بی د پخواني نظام د کمزوري کولو دسیسه بولي.

د دې تړون تر لاسلیکېدو دا دی دوه کال وروسته طالبان واک ته راغلي، جمهوریت سقوط شوی او بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وتلي دي.

د دې تړون له مخې، امریکا منلې وه چې د ۲۰۲۱ کال د “مې” میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې به خپل ټول ځواکونه له افغانستان وباسي او طالبانو بیا له امریکا سره هوکړه وکړه چې د القاعدې په ګډون له ټولو تروریستي ډلو سره خپلې اړیکې پرې کوي.

خو امریکا ونه شو کړای خپل ځواکونه په ټاکل شوې نېټه له افغانستان وباسي. امریکا خپل ټول سرتېري د افغانستان سقوط وروسته د اګسټ تر پایه له هېواد وایستل.

په دې هوکړه‌لیک کې ویل شوي وو، چې  د افغانستان حکومت به ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشې کړي او له هوکړې درې میاشتې وروسته به بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

دغه راز هوکړه شوې وه چې د افغانستان راتلونکي حکومت په اړه به مذاکرات هم ترسره شوي. لکه څنګه چې ښکاري د دې تړون هېڅ یوه ماده په خپل وخت او په سمه بڼه عملي نه شوه.

افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چې له ملابرادر سره د امریکا په استازیتوب د تړون لاسلیک‌کوونکی و، وایي، چې لا هم د دې تړون ځینې برخې نه‌دي عملي شوي.

هغه له بي‌بي‌سي سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې د نوي او همه‌شمول حکومت د جوړولو لپاره خبرو ته اړتیا ده او داسې فورمول باید غوره شي، چې د تېرو څلوېښتو کلونو تېروتنې بیا تکرارې نه‌شي.

د نوموړي په باور، د دوحې د تړون په درېیمه برخه کې ټینګار شوی چې د نوي حکومت پر جوړېدو باید مذاکرات وشي، دا مورد د دوحې د تړون له څلورو مهمو عناصرو څخه یو دی چې تر اوسه نه دی عملي شوی.

د امریکا پخواني استازي دغه راز ټینګار کړی، چې افغانان اوس اړتیا لري چې خپلو منځو کې سره کېني او د ټول‌ګډونه حکومت په اړه خبرې وکړي. وایي، حتی د دوحې تړون مخالفین هم اوس د دې تړون درېیمې مادې سره رضایت ښودلی او غواړي په دې مورد بحث وکړي.

بل‌خوا بیا د طالبانو حکومت وایي، چې دوی د دوحې تړون ټولې برخې پلي کړي، خو د امریکا له خوا تر اوسه دغه تړون په بشپړه توګه نه ده پلې شوی.

ذبیح‌الله مجاهد رسنیو ته ویلي، چې د اسلامي امارت د ټولو مشرانو چې په تور لېستونو کې دي، د دې لېستونو ختمول تر اوسه نه دي شوي. د افغانستان لپاره اوس کوم خارجیان چې بېرته راځي هغوی سره د ښه تعامل د زمینې مساعدېدل په ډپلوماټیکه برخه کې، تراوسه دا کار نه دی شوی او بله خبره دا چې افغانستان چې کوم مالي بندیزونه لګېدلي باید لرې کړای شي.

د یادونې هم ده چې د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پمپیو په هغه وخت کې د اې. بي. اېس ټلوېزوني شبکې سره د خبرو پرمهال ویلي وو، چې د دوحې تړون دوه محرمې برخې هم لري چې’کانګرس’ ته به وړاندې شي، خو د دوو کلونو په تیرېدو سره لاهم د دې هوکړه لیک د دوه محرمو برخو د جزییاتو په تړاو څه نه دي ویل شوي.