د امریکا ولسمشر جوبایډن د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د وېشلو اجرايي فرمان صادر کړی دی.

د دې فرمان له مخې، د افغانستان بانک شاوخوا ۳.۵ ملیارده ډالر به د افغانستان د ولس د ګټې لپاره واستول شي او پاتې ۳.۵ ملیارده به یې په امریکا کې تر هغې پورې ساتل کېږي، چې د سپټمبر د ۱۱مې د قربانیانو د دعوې پرېکړه نه‌وې شوي.

د رویټرز اژانس د خبر له مخې، دغه قضیه د سپتمبر د ۱۱مې د ترهګریزو بریدونو د قربانیانو ځینو کورنیو د دې لپاره د طالبانو خلاف ثبت کړې چې د دغو بریدونو پر مهال یې د القاعده شبکې مشرانو ته پناه ورکړې وه.

د بایډن فرمان له مخې د افغانستان بانک د شتمنیو نیمایي برخه څه باندې ۳.۵ ملیارده ډالر به لا هم کنګل پاتې وي او د امریکا مالي ادارو ته امر شوی چې د نیو یارک په مرکزي بانک کې دې یو ځانګړي بانکي حساب ته ولېږدول شي، تر څو پورې چې محکمې د سپټمبر ۱۱ مې ترهګریزې حملې د قربانیانو د دعوې په هکله پریکړې نه وې کړي.

د ولسمشر بایډن فرمان په اړه د سپینې ماڼۍ ویلي، د دې اقدام موخه دا ده چې دغه پیسې په یوې داداسې طریقي افغانستان ولس ته ورسیږي چې د طالبانو او نورو ناوړه عناصرو لاس ته ور نه‌شي.

رویټرز خبري اژانس د ځینو سرچینو په حواله لیکلي و چې امریکا دا ګام د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره اخیستی دی.

په ورته مهال د امریکا یادې پرېکړې د طالبانو او افغانانو تند غبرګونونه هم له ځانه درلودلي دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردګ د بایډن دې پرېکړې په غبرګون کې ویلي، د امريکا له خوا دافغان ولس کنګل شوې پيسې غلا کول، او په خپل سر تصرف پکې کول، د يو هېواد او ملت تر ټولو هغه ټيټه کچه انساني او اخلاقي ټيټوالی ښيي.

هغه په خپله ټوېترپاڼه لیکلي:

ماته او بريا دانسان په تاريخ او ژوند کې معمول دی، خو تر ټولو لويه او شرميدلې ماته بيا دا ده چې نظامي او اخلاقي ماتې لاسونه سره ور کړي”.

د امریکا حکومت پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د نیویارک بانکونو کې د افغانستان د مرکزي بانک ۷ میلیارده ساتل کېدونکي ډالر کنګل کړل.

په کابل کې د طالبانو حکومت بیا تر اوسه د ولسمشر بایډن فرمان په اړه څه نه‌دي ویلي.