له افغانستان څخه (د بې نظیرې لپاره درې سندرې) په نامه یو فلم د اوسکار جایزې سیالیو ته وړاندې شوی دی.

دغه فلم د ګلستان میرزايي او د هغه د مېرمن الیزابیت میرزايي لخوا په ګډه جوړ شوی او د لنډو مستندو فلمونو په کتار کې اوسکار جایزې ته وړاندې شوی دی.

یاد فلم د کډوالو په یوه کمپ کې د شایسته او بې نظیرې په نومونو د یوې ځوانې جوړې د مینې کیسه څرګندوي.

د یادونې ده چې د بې نظیرې لپاره درې سندرې فلم تېره میاشت د فلمونو خپرولو وېبپاڼې نېټفلیکس هم تېره میاشت خپور کړی.

شایسته په دې فلم کې د هغه ځوان کرکټر نوم دی، چې غواړي د خپلې قبیلې د لومړي کس په توګه له افغان پوځ سره یو ځای شي، خو په ورته مهال کې هلمند ولایت ته ځي، چې د کوکنارو په کروندو کې کار وکړي.