د طالبانو حکومت لس کسیزه پلاوی پرون سه‌شنبه د فبرورۍ په ۸مه نېټه د خبرو کولو لپاره سوېس ته تللی دی.

اسوشېتېډ پرس لیکلي، چې د دې پلاوي مشري به د طالبانو د تصفیې کمېسیون رییس مفتي لطیف‌الله حکمي کوي.

دغې رسنۍ په خپل راپور کې همدا راز اشاره کړې، په داسې حال کې چې په افغانستان کې بشري کړکیچ مخ په زیاتېدو دی طالبانو خپل نړیوال تعامل زیات کړی دی.

په سوېس دغه غیر دولتي بنسټ Call foundation نومېږي، چې د جګړو پرمهال د ملکي وګړو ساتنه کوي. یادې ټولنې ویلي دي چې د افغانستان په اړه له دوشنبې تر جمعې ورځې پورې د تړلو ورونو تر شاه د یوې غونډې کوربه‌توب کوي.

ویل کېږي، د دې غونډې موخه افغانستان ته له خنډ پرته د بشري مرستو په رسېدو کې چټکتیا ښودلې ده.

د طالبانو دغه پلاوی به په ژنف کې د سویس او نورو اروپايي چارواکو او همدارنګه د سره صلیب له مسولینو سره هم وګوري.

په ورته مهال د سوېس د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د طالبانو غوښتل او دوی سره خبرې د دې ډلې د رسمیت پېژندلې په مانا نه ده.

د شپږو میاشتو په تېرېدو په کابل کې د طالبانو حکومت لا هم چا په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

طالبان په دې هڅه کې دي چې د داسې سفرونو او لیدنو څخه استفاده وکړي او د رسمیت پېژندلو لپاره لوېدیځ سره خپل تعاملات زیات کړي.

تر دې وړاندې د طالبانو بهرنیو چارو سرپرست وزیر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوي په ناروې کې د ګڼو اروپايي استازو سره لیدلي وو.