د کونړ ځايي چارواکو ویلي، چې د دې ولایت په دانګام ولسوالۍ کې د واورې ښوېد له کبله ۱۵ کسان مړه شوي دي.

باختر اژانس د ځايي چارواکو له قوله لیکلي، چې دغه نن یک شنبه فبرورۍ پر اوومه نېټه سهار وختي ډېورنډ کرښې ته څېرمه په ګوریګاه سیمه کې شوې ده.

د مالوماتو پر بنسټ، ځايي خلکو تر اوسه له واورو پنځلس مړي را ایستلي او پنځه نور لا هم د واورو لاندې ګیر پاتې دي.

په ورته مهال د دانګام ولسوالۍ د ځوانانو شورا مشر ذبیح الله رسنیو ته ویلي، چې هغه کسان تر واورو لاندې شوي دي چې غوښتل یې په قاچاقي توګه پاکستان ته واوړي.

د افغانستان په ځینو سړو سیمو کې د ژمي پرمهال وخت ناوخت د درنو واورو ورېدو له کبله دغسې پېښې رامنتځته کېږي چې له کبله یې خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.