د امریکا مالیې وزارت ویلي، چې نړیوال بانکونه کولی شي د بشري مرستو لپاره افغانستان ته نغدې پیسې واستوي.

دغه وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، مرسته کوونکي کولی شي پر طالبانو د لګېدلو بندیونو څخه د سرغړونې له ویرې پرته په دولتي اداراتو کې د ښوونکو او روغتیایي کارکوونکو معاشونه ورکړي.

خبرپاڼه زیاتوي، د ترهګرۍ او مالي استخباراتو په برخه کې د امریکا د مالیې وزارت مرستیال بریان نیلسن د غیر حکومتي سازمانونو له مشرانو سره د افغانستان لپاره د بشر دوستانه مرستو د دوام په اړه خبرې کړي دي.

د ښاغلي نېلسن په خبره، د بشري مرستو کچې ته په نه پام، افغانستان به د اوږدمهاله بنسټیزو ستونزو او د طالبانو د ناوړه اقتصادي مدیریت له امله له شدیدو اقتصادي او بشري ننګونو سره مخ شي.

د یادولو ده چې نړیوال بانکونه ددې لپاره چې د امریکا له تعزیراتو سره مخ نشي افغانستان ته د پیسو په استولو کې په احتیاط چلند کوي.

امریکا نړیوال بانکونو ته د پیسو د لېږدولو اجازه په داسې مهال ورکړې چې په افغانستان کې دمګړۍ شاوخوا ۵۰ سلنه خلک له سختې لوږې سره مخ دي.