پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ته نږدې څېرې حمدالله محب او فضل فضلي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې په هېڅ ډول فساد کې ښکېل نه ول او چمتو دي چې د سیګار ادرې پوښتنو ته ځواب ورکړي.

د افغانستان پخواني نظام د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د فساد او حکومت د ړنګیدو په اړه د سیګار پوښتنو ته ځواب ویلی دی.

نوموړي امریکا غږ سره په خبرو کې هغه اوازې رد کړي، چې ګواکې محمد اشرف غني له افغانستان څخه د وتلو پرمهال له ځان سره ۱۵۰ میلیونه ډالره وړي دي.

نوموړي ویلي، چې په داوطلب ډول یې د افغانستان د بیارغوني لپاره د امریکا ځانګړې ادارې “سیګار” له مشر جان ساپکو سره په ډسمبر میاشت کې د هغه په دفتر کې کتلي او د امریکا له ملاتړ څخه یې د برخمن تیر حکومت د فساد په اړه پوښتنو ته ځوابونه ویلي دي.

هغه زیاته کړې، چې د خپل بانکي حسابونو او د خپلو شتمنیو ټول مالومات یې له سیګار ادارې سره شریک کړي دي.

په ورته مهال د پخواني حکومت د چارو ادارې رییس فضل احمد فضلي چې اوس په سوېډن کې اوسېږي امریکا غږ ته ویلي، چې چمتو دی د فساد په اړه د سیګار له ادارې سره همکاري وکړي.

نوموړی که څه هم تاییدوي چې په تېر حکومت کې فساد په ټولو ادارو کې موجود و، خو زیاتوي، چې چمتو دی له سیګار سره همکاري وکړي څو ثابته کړي په هېڅ ډول فساد کې ښکېل نه‌دی.

هغه د ولسمشر غني په اړه ویلي، چې ځینې کړیو غوښتل په غني تور پورې کړي او هغه یو مفسد کس معرفي کړي.

حمدالله محب او فضل محمود فضلي دواړو له سیګار ادارې غوښتي، چې په افغانستان کې د فساد په اړه ریښتني څېړنې وکړي.

د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني لخوا د نغدو پیسو د وړلو ادعا لومړی په کابل کې د روسیې سفارت له‌خوا خپره شوه. دغه سفارت تورې پورې کړ چې ولسمشر غني د وتلو پرمهال ځان سره له پیسو ډک بکسونه انتقال کړي دي.

سیګار ته د کانګرس له خوا دنده سپارل شوې چې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د میلیونونو ډالرو نغدو پیسو د وړلو د ادعاوو په اړه تحقیقات وکړي.