د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له مسکو غوښتي، چې خپل ځواکونه د اوکراین له پولې په سمدستي توګه وباسي.

ښاغلي بلېنکن پرون سه شنبه د فبرورۍ په لومړۍ نېټې د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره په ټیلیفوني خبرو کې له هغه وغوښتل چې خپل زرګونه سرتېري د اوکراین له پولې څخه وباسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، بلېنکن د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا په برخه کې د واشنګټن پر ژمنو ټینګار کړ او زیاته کړې یې ده چې هر هېواد دا حق لري چې خپل بهرنی سیاست په خپله وټاکي.

په ورته مهال د روسیې بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي، چې ولسمشر پوتین د امریکا امنیتي وړاندیزونه په دقت مطالعه کوي او د راتلونکي اقدام په هکله به پرېکړه وکړي.

تر دې وړاندې د امریکا دفاع وزارت ویلي وو، چې پر اوکراین د روسیې برید هر وخت پېښېدای شي.

د دې وزارت ویاند جان کربي رسنیو ته ویلي وو، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین سره پر پوله کې د خپلو ځواکونو شمېر زیاتوي.

په ورته مهال د ناټو مشر ینس سټولټنبرګ پرون دوشنبې وویل، که روسیې په اوکراین یرغل وکړ، دوی به اوکراین ته جنګي ځواکونه نه استوي، خو په مرستوبه تمرکز کوي.