د تاجکستان یوې ځايي رسنۍ راپور ورکړی، چې د افغانستان برېښنا شرکت له تاجکستان څخه شاوخوا ۳۳ میلیون ډالر پوروړی دی.

دې هېواد د برېښنا مسوولینو د ANI په نوم یوې رسنۍ ته ویلي، چې طالبانو ورته ډاډ ورکړی چې دغه پور به د روانې میاشتې په لړ کې ورکړي.

په راپور کې د تاجکستان هېواد د برېښنا د برخې مسوول محمد عمر اسوزاده له قوله لیکل شوي، د افغانستان برېښنا د جنورۍ په میاشت کې خپل دوه میلیونه ډالره پور ورکړی او ژمنه یې کړې چې پاتې پیسې به په روانه اونۍ کې بېرته ورکړي.

ANI رسنۍ لیکلي، د پورونو نه ورکولو کې اصلي ستونزه دا ده چې د افغانستان بانکونه کولای شي په اوونۍ کې یوازې دوه میلیونه ډالر برشنا ته ورکړي.

طالبانو تر اوسه بیا په دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې په افغانستان کې خپلو پوروړو ته خبرداری ورکړی و چې خپل پورونه ورکړي.

د یادونې ده چې د طالبانو تر راتګ وروسته افغانستان سره د تاجکستان هېواد سیاسي اړیکي هم یو څه ترینګلي شوي دي.