د پاکستان ملي امنیت شورا سلاکار معید یوسف کابل ته په خپل دوه ورځي سفر کې د طالب مشرانو سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.

په کابل کې د پاکستان سفیر منصور خان ویلي، چې د ملي امنیت سلاکار معید یوسف او ورسره مل پلاوی یې له ګټورې لیدنې وروسته له کابله بېرته روان شو.

هغه په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې معید یوسف د دې لیدنو په ترڅ کې په دوه اړخېزو خبرو اترو کې په بشر دوستانه ښکېلتیا، سوداګرۍ، ټرانزیټ او د خلکو ترمنځ د اړیکو په برخه کې د اسانتیاوو په زیاتولو تمرکز کړی.

په ورته مهال د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د طالبانو حکومت له پاکستان سره پر ډیورنډ کرښه د چارو د سمون لپاره د همغږۍ پر یوه میکانیزم هوکړې ته رسېدلی، څو وکولی شه پر دغه جنجالي کرښه له امنیتي مسلو تر سوداګرۍ دواړه غاړې خپلو کې د ګډ کار یوه کړنلاره ولري.

په دې لیدنو کې هوکړه شوې چې پر ډیورنډ فرضي کرښې د ستونزې حل لپاره له بېلابېلو وزارتونو یوه ګډه کمېټه جوړه شي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې پاکستان د هوايي چلند، ګمرګونو، روغتیا اونورو برخو کې د کارکونکو د روزنې وړاندېز هم کړی دی.

هاخوا د پاکستان اطلاعاتو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې د معید یوسف سفر ګټور بللی او لیکلي یې دي چې دواړو لوریو پر ټاپي، ټاپ، کاسا زر او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوسپنۍ پټلۍ پر پروژو هم خبرې کړي دي.

د شنوونکو په وینا، د پاکستاني ملي امنیت سلاکار ښايي په پاکستان کې د پاکستاني طالبانو د بریدونو زیاتوالي په اړه خپلې اندېښنې له افغاني طالبانو سره شریکې کړې وي.

شنوونکي زیاتوي، چې پاکستان لا هم وېره لري چې په افغانستان کې د طالبانو تر راتګ وروسته د پاکستان تحریک طالبان دله پیاوړي نه شي او له دې سره پاکستان ته ګواښ پېښ نه‌کړي.

خو تر اوسه نه پاکستاني چارواکو او نه هم افغان طالبانو د دې موضوع په اړه څه ویلي يې دي.