د پاکستان ملي امنیت سلاکار معید یوسف پرون شنبه د جنوري په ۲۹مه د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړ او له طالب چارواکو سره یې ولیدل.

نوموړي په ارګ د طالبانو ریاست‌الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي او د طالبانو بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي سره لیدلي دي.

په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان په خپله ټوېترپاڼه لیکلي، چې ښاغلی معید له طالب چارواکو سره د دوه اړخیزه سوداګري، د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا، د کډوالو ستونزې، د تجارانو د مالونو انتقال او د کرښې دواړو خواوو ته د تګ راتګ موضوعاتو په اړه خبرې کړي دي.

د طالبانو مرستیال ویاند انعام‌الله سمنګاني د معید یوسف له قوله لیکلي، چې پر اقتصادي اړیکو له غور پرته سوله او ثبات نه رامنځته کېږي.

هغه دغه خبرې د عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې کړي دي.

په ورته مهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وایي، چې معید یوسف د امیر خان متقي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د ودې په اړه خبرې کړي.

په دې لیدنه کې امیرخان متقي له معید یوسف غوښتي، چې د کرښې دواړو اړخونو ته د پرتو ولسونو، ناروغانو او سوداګرو ته د تګ راتګ لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

هغه دغه راز ویلي، له ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان سره د سوداګرۍ په موخه د ترانزیت لار خلاصه شوې او له نوموړي یې غوښتي، چې افغانو سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

د پاکستان د ملي امنیت شورا سلاکار په داسې مهال افغانستان ته سفر کوي، چې په دې وروستیو کې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني ملیشو ترمنځ د اغزن سیم په ټولولو جنجالونه رامنځته شوي وو.

لا هم مالومه نه ده چې معید یوسف په دې اړه له طالبانو سره خبرې کړي که نه؟ خو تر دې وړاندې پاکستاني رسنیو راپورونه ورکړي وو، چې د ښاغلي معید یوسف د سفر اصلي موخه د ډیورند پر کرښې د راپورته شوي جنجال پر سر خبرې دي.