
د ټایمز افانډیا ورځپاڼې لیکلي، چې هند او پاکستان افغانستان ته د واګه له ځمکنۍ لارې د ۵۰ زره ټنه غنمو د لېږدولو په سر هوکړه کړې ده.
د یاد راپور په حواله، د دغو مرسته شویو غنمو لومړۍ جوپه د راتلونکې میلادي میاشتې په دوهمه اوونۍ کې افغانستان ته راولېږل شي.
ټایمزاف انډیا د یکشنبې په ورځ په خپور شوي راپور کې ویلي، هند څه باندې دوه میاشتې وړاندې افغانستان سره د ۵۰ زره ټنو غنمو مرسته کړې وه خو پاکستان اجاره نهورکوله چې دغه غنم افغانستان ته ولېږدول شي.
که څه هم پاکستان حکومت په لومړیو کې اعلان کړی و چې هند ته د دې غنمو د لېږد اجازه ورکوي، خو د دوو میاشتو په تېرېدو لا هم دغه زمینه برابره نه شوه.
د یادونې ده چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي پاکستان د خپل وروستي سفر پرمهال د دې هېواد له چارواکو غوښتي وو، چې د هند مرسته شویو غنمو د لېږد اجازه ورکړي.