د طالبانو حکومت پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویلي، چې د وروستیو زلزلو، ورښتونو او سېلابونو له کبله په هېواد کې ۳۸ کسانو خپل ژوند بایللی او ۵۴ نور ټپیان شوي دي.

باختر خبري اژانس د دې وزارت طالب چارواکو له قوله لیکلي، د مرغومې له ۱۳نېټې څخه تر اوسه پورې د هېواد په څه ناڅه ۱۰ولایتونه د زلزلې، بارانونو او سیلاونو له امله ۳۸ کسان وژل شوي او ۵۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

د مالوماتو له مخې، په دې موده کې د استوګنې شاوخوا ۸ زره کورونه په قسمي او یا هم په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

د پېښو د څېړنې په چارو کې د دولت وزارت د هرې قرباني کورنۍ ته ۵۰زره افغانۍ او هرې ټپي کورنۍ ته ۲۵زره افغانۍ نغدې پیسې، خوراکي اوغیر خوراکي توکي وېشلي دي.

طالبان زیاتوي، دغه وزارت د مرستندویو موسسو او بنسټونو په همکارۍ په وروستۍ یوې اوونۍ کې په هیواد کې په نږدې ۱۰زره زیانمن شویو او اړمنو کورنیو خوراکي او غیر خوراکي توکي وېشلي دي او د حالت د مدیریت په خاطر یې د هېواد ولایتونو ته نغدې پیسې، خوراکي او غیرخوراکي توکي لېږلي دي.

دغه وزارت دغه راز زیاته کړې چې دهرات –بادغیس لویه لاره له پرون څخه را پدېخوا په بشپړه توګه د ترافیکو پر مخ تړلې ده خو زموږ ټیمونه هلې ځلې کوي چې دغه لاره پرانیزي.