
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن له نېډرلند (هالنډ) سره دویمه پنځوس اوریزه لوبه ترسره کوي.
دا لوبه چې په دوحه کې کېږي، د کابل پر وخت ۱۱ نیمې بجې پیلېږي.
افغانستان له هالنډ څخه لومړنۍ لوبه د ۳۶ منډو په توپیر ګټلې وه. په دې لوبه کې حشمتالله شاهدي ښه بېټېنګ وکړ او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
په دې سره حشمتالله شاهدي په خپله کپټاني کې لومړۍ لوبه وګټله.
بلخوا د افغانستان ۱۹ کلنې لوبډلې پرون شپه زېبمابوې ته په ۱۰۹ منډو ماتې ورکړه او د لوبو راتلونکي پړاو ته ووته.