په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په کابل کې د دوو ښځینه مدني فعالانو د نیول کېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

دوی له طالبانو غوښتي، چې د ښځینه فعالانو د نیولو په اړه باید له دوس سره مالومات شریک کړي.

د راپورونو له مخې، دوه افغان ښځینه فعالانې تمنا زریابي پریاني او پروانه ابراهېم خېل چې د طالبانو ضد لاریونونو غړې هم وې تېره چهارشنبه له خپل کور څخه تښتول شوي دي.

په ورته مهال د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد له فرانس پرس سره په مرکه کې بیا ویلي، چې دوی له دې پېښې خبر نه‌دي.

نوموړي ویلي:

موږ هم کابل کې د ځينو ښځو د توقيفېدو خبر اورېدلی او له ټولو امنیتي ارګانونو سره په تماس کې شوي یو، خو هېڅ ښځه توقیف شوې نه ده، ځیني وخت متاسفانه یو شمېر ښځې د دې لپاره داسې اوازې خپروي چې لوېدیځو هېوادونو کې پناه واخلي.

د یادونې ده چې طالبانو تر دې وړاندې هم ویلي وو چې د کومې مېرمنې پر کور یې چاپه نه‌ده وهلې او نه څوک نیولي دي.