
تېره شپه په هرات ښار کې د یوې چاودنې له کبله اوه کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
د هرات ځایي چارواکي وایي، دغه چاودنه پرون ماښام ناوخته د دې ولایت په حاجي عباس سیمه کې پر یوه مسافر وړونکي فلنکوچ موټر شوې ده.
د طالبانو استخباراتو مسوولین رسنیو ته ویلي، چې نښېدلونکی ماین د ولسي وګړو پر موټر چاودېدلی دی.
په ورته مهال باختر خبري اژانس د هرات د مرکزي روغتون ډاکتر محمد عارف جلالي له قوله لیکلي، چې روغتون ته اووه جسدونه او لس ټپیان ور وړل شوي دي.
د نوموړي په خبره په وژل شویو کې څلور ښځې هم شاملې دي.
تراوسه د قربانیانو هویت نهدی څرګند شوی خو ځایي خلک وایي، چې چاودنه په هغه سیمه کې شوې چې تر ډېره شعیه مذهبه په کې مېشت دي.
د یادونې ده چې تر اوسه د دې برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نهدی منلی.