عکس: ارشیف

د بدخشان ځايي چارواکي وایي، د دې ولایت په راغستان ولسوالۍ کې د واورې خوېدنې له کبله درې کسان وژل شوي دي.

دغه پېښه تېره شپه د دې ولسوالۍ په خمبیل کې سیمه کې رامنځته شوې ده.

بدخشان کېد طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معز‌الدین احمدي رسنیو ته ویلي، چې په دې پېښه کې اته کسان د واورې لاندې ګیرپاتې وو.

هغه ویلي، چې پنځه کسان ژغورل شوي او درې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

تر دې وړاندې هم په دې ولایت کې د واورې خوېدو له کبله ګڼ شمېر کسان وژل شوي او ټپیان شوي وو.