د طالبانو رییس‌الوزرا محمد حسن اخوند د افغانستان اقتصاد تر سریک لاندې جوړې شوې غونډې ته ویلي، چې دوی ټول شرطونه پوره کړي او اسلامي هېوادونه باید د دوی حکومت په رسمیت وپېژني.

هغه ټینګار کړی، طالبانو ټول هغه شرطونه چې د یوه نظام د مشروعیت لپاره اړین دي، پوره کړي دي.

د افغانستان اقتصاد په نوم جوړ شوي کنفرانس کې د طالبانو رییس‌الوزرا په ګډون لومړي مرستیال ملا برادر، دویم مرستیال عبدالسلام حنفي، د طالبانو بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او د ملګرو ملتونو استازې دیبورا لاینز ویناوې وکړې.

د طالبانو رییس الوزرا په دې کنفرانس کې ویلي، چې دوی بشري مرستې د ځان لپاره نه، بلکې د افغانانو لپاره یې غواړي:

په تېرو کلونو کې افغانستان سره سمې مرستې نه دي شوي، نړۍ باید افغانستان سره دوامداره او بنسټیزې مرستې وکړي چې په ځان بسیا شو.

په دې کنفرانس کې د ملګرو ملتونو استازې دیبورا لاینز ټینګار کړی چې دوی هڅې روانې کړي څو افغانانو سره د بشري مرستو لړۍ نوره هم چټکه کړي.

هغې زیاته کړې:

افغانستان یو مثبت انکشاف ته اړتیا لري. په افغانستان کې یو میلیون افغانان زیانمن شوي چې باید جدي پاملرنه ورته وشي. موږ په نړیوال سازمان کې له ډونرانو سره د محدودیتونو د لرې کولو په تړاو خبرې کوو.

په ورته مهال د طالبانو د ریاست‌الوزرا دویم مرستیال عبدالسلام حنفي وایي، چې افغانستان نه‌شي کولی د تل لپاره په بهرنیو مرستو تکیه واوسي. وایي، هېواد یو بنیادي او قوي اقتصاد ته اړتیا لري چې پر داخلي امکاناتو بسیا وي، لوی هدف د افغانستان واقعي اقتصادي ځان بسیاینه ده.

د نوموړي په بارو د افغانستان شل کلن اقتصادي نظام په بهرنیو مرستو ولاړ و، چې د دې مرستو په پرېکېدو سره سقوط شو، په تېرو شلو کلونو کې افغانستان سره ترسره شوې مرستې په یو لړ شرایطو ولاړې او سیاسي وې او یو شمېر مرستې د معینو قراردادیانو لخوا بېرته وویستل شوې.

په دې کنفرانس کې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ویلي، په تېرو پنځو میاشتو کې چې افغانستان کې نوی حکومت واک ته رسېدلی، د بهرنیو چارو وزارت ټول تمرکز له ګاونډیو،د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو د نوي باب په پرانیستلو متمرکز و.

هغه هم له نړیوالو هېوادونو غوښتي، چې د افغانستان نوی دولت په رسميت وپېژني.

د طالبانو له لوري دغه اقتصادي کنفرانس په داسې مهال جوړېږي، چې د شپږو میاشتو راهیسې د دوی حکومت د کوم هېواد له‌خوا په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی.